امریکایي پلاوی پرافغان سولې د خبرو لپاره د ناټو مرکز بروکسل ته تللی

یاد پلاوی، چې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او زلمی خلیلزاد پکې شامل دی، په دې موخه تللي، څو هلته د افغان سولې په برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې د پرمختګونو په تړاو خبرې وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد اوa په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر پر افغان سولې د بحث او خبرو لپاره د ناټو مرکز بروکسل ته تللي دي.

په بروکسل کې د ناټو سفیره میرمن هاټسن وایي، چې د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې په اړه پر وروستیو لاس ته رواړنو او پر مختګونو مهمې او ګټورې خبرې شوي دي.

د هاټسن په خبره، امریکا به پرېنږدې، چې افغانستان دې یو ځل بیا د ترهګرۍ پر مرکز او ځاله بدل شي او همدا راز امریکا په دې هڅه کې ده چې د افغانانو ترمنځ د سولې په تړاو بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړي.

هاټسن زیاته کړې، چې د ناټو متحدین افغانستان کې د امریکا له نظامي او ملکي ماموریت څخه ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې وړاندې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر کابل کې له افغان ولسمشر سره لېدلي وو، چې د دغې لېدنې پر مهال افغان لوري په افغانستان د سراسري اوربند غوښتنه کړې وه.