په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر ویلي، وروسته له هغه چې طالب وسله والو په هلمند کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، بهرنیو ځواکونو یې هوایي ملاتړ کړی .
نوموړی وایي، دغه هوایي برید د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د ولسمشر ټرمپ او د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي ملابرادر له یو بل سره په ټیلیفوني اړیکه تر نیم ساعت ډېر وخت خبرې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، چې په دغو خبرو کې د تاوتریخوالي په کمښت او بین الافغاني مذاکراتو خبرې شوي.