امریکایي ځواکونو افغانستان کې خپل شمېر کمول پیل کړل

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګېټ ویلي دي، چې د افغانستان د سولې موافقې پر اساس امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه کمول پیل کړي دي.

د امریکایي ځواکونو د یاد قوماندان په خبره په ۱۳۵ ورځو کې به امریکایي ځواکونه په مشروط ډول خپل شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته کړي.

سوني لېګېټ د مارچ په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ویلي دي، امریکایي ځواکونه صلاحیت لري، چې د هدفونو تر لاسه کولو لپاره خپل امکانات په کار واچوي.

د لېګېټ په خبره که وسله وال طالبان د سولې د هوکړه لیک پر مادو عمل ونکړي، نو د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون ماتېدلی شي.

اوسمهال افغانستان کې ۱۳ زره امریکایي عسکر میشت دي.