امریکایي چارواکو پاکستان سره پر افغان سوله خبرې کړي

د راپورونو له مخې د چهار شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس دوه غړي شان پاتريک او جېم هایمس اسلام اباد ته تللي وو او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې د پروسې د بیا پیل په اړه خبرې اترې کړي.

دغه دوه امریکايي چارواکو په داسې مهال پاکستان ته د افغان سولې د خبرو د بیا پیل په موخه سفرونه کړي، چې کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصر الله خان له اجرایه رئیس ډاکټر عبد الله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې، چې هېواد به یې طالبان له افغان حکومت سره مخامخو خبرو اترو ته کینوي.

د پاکستان حکومت پر رسمي ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې د کانګرس غړي شان پاتريک او جېم هایمس د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې د پروسې د بیا پیل په اړه غږیدلي.

په ورته وخت کې ویل کیږي، چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر استازو هم له شا محمود قریشي سره کتلي او په دې یې ورسره بحث کړی، چې څرنګه کیدای شي د افغان سولې په برخه کې شوي پرمختګونه مخې ته لاړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هواره شي.

طالب او امریکايي پلاوي په داسې مهال پاکستان کې د افغان سولې خبرو د بیا پیل په هکله خبرې اترې کوي، چې د چهار شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وویل، حکومت هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي. صبغت احمدي دا هم ویلي وو، چې پدې برخه کې د ځنې هېوادونو سره خبرې اترې هم شوي