امریکا اوشمالي کوریاپه جګړه کې به دیومیلیون زیات کسان ووژل شي

د امريکا او شمالي کوريا تر منځ ناندرۍ ورځ تر بلې زياتېږي، دواړه لوري يو بل ته گواښونه کوي او چين د درېمگړي په توگه هڅه کوي، چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بیا شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی، که له اټومي ازموينو لاس وا نه خلي پر ضد به يې ناببره داسې جگړه پيل کړي، چې له يوه ميليون زيات انسانان به په کې ووژل شي.

ټرمپ  د شمالي کوريا مشر کېم جونگ اون په اړه وويل، چې ځان ورته هوښيار بريښي، خو د ده په اند جونگ لا هم ځوان دی، د شمالي کوريا د رهبرۍ او نړۍ سره د چلند هنر کې له ستونزو سره مخ دی.

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې شمالي کوريا ته د جگړې خبرداری ورکړی، چې د دواړو هېوادونو اړيکې ورځ تر بلې ترينگلې کېږي او تېره اوونۍ هم شمالي کوريا د باليستيکي توغندي ازموينه وکړه.

ټرمپ گواښ وکړ، امريکا نور د دې زغم نه لري، چې د شمالي کوريا د توغنديزو ازموينو پر وړاندې پټه خوله پاتې شي.

د امريکا ولسمشر له چين څخه هم غوښتي، چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

دی وايي، چې د شمالي کوريا چارواکي ډيپلوماټيک چلند نه کوي او بالاخره به امريکا اړ شي، چې په يو اړخيزه توگه داسې يو خونړی گام واخلي، چې تر يو ميليون زیات کسان به په کې ووژل شي.

ډونلډ ټرمپ پر پخوانيو ولسمشرانو بل کلنټن، جارج بوش او بارک اوباما هم نيوکې وکړې، چې ولې يې د شمالي کوريا گواښونو ته سم ځواب نه دی ویلی او دغه کړکېچ يې نه دی حل کړی.

 

د ټرمپ د گواښونو په غبرگون کې د شمالي کوريا مشر کېم جونگ يو ځل بيا د نورو اټومي ازموينو گواښ کړی دی.

د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ ناندرۍ هغه مهال نورې هم زياتې شوې، چې امريکا د کوريا ټاپو وزمې سيمې ته خپله جنگي بېړۍ ولېږله او سويلي کوريا سره يې گډې پوځي مانورې پيل کړې.

د شمالي کوريا بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا د يرغل پر وړاندې به «په هېڅ گام سرپه ونه کړي او که امريکا پر شمالي کوريا يرغل وکړ، په ځواب کې به يې پر امريکا اټومي بريد وکړو.»

چين د شمالي کوريا ايتلافي دی د دواړو هېوادونو د اړيکو په ترينگلتيا يې اندېښنه ښوولې او غوښتنه يې کړې، چې دواړه لوري دې خپلې ستونزې د جگړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.