سپینې ماڼۍ وویل، دواړو مشرانو د شمالي کوریا له لوري د نړیوالې ټولنې د بې احترامۍ او د شمال ختیځې اسیا د بې ثباته کولو لپاره د دغه هېواد پر پر له پسې هڅو تیره ورځ ټېلیفوني خبرې وکړې.
ټرمپ په نیویارک کې دی چې د ملګرو ملتونو کې په عمومي اسامبلۍ کې ګډون وکړي خو شي جېن پینګ په خپل هېواد کې د کمونیست ګوند د مهمې غونډې له کبله نیویارک ته سفر نه کوي.
د چین د کمونیست ګوند کانګرس به د ښاغلي شي جېن پینګ مشري د راتلونکو ۵ کلونو لپاره کره کړي.
د چین خبري اژانس سینهوا وايي، د دواړو هېوادونو مشرانو چین ته د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې وکړې.