د امریکا او جاپان چارواکي وروسته له هغه چې نن سهار وختي شمالي کوریا د جاپان په فضا بالسټیک میزایل وویشت په دې سلا کړې چې په شمالي کوریا باندې فشارونه زیات کړي.
دا راکټ چې د جاپان له سره تېر شوی د دغه هېواد ختیځو ساحلو ته نېږدې لګېدلی دی.
د جاپان د صدراعظم شینزو ابي دفتر د دغه راکټ ازموینه یو بېمخینې پاروونکی ګام بللی دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنهیې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې وروستیو کې د شمالي کوریا لهخوا د اټمي سروکو د انتقال وړ راکټونو د ازموینې په سبب په دغه هېواد سخت بندیزونه لګولي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، نن سهار وختي د شمالي کوریا لهخوا توغول شوي راکټ کومه مرګ ژوبله چا ته نهده اړولې.
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت ویلي چې دغه راکټ د امریکا شمال ته کوم ګواښ نهدی پېښ کړی.
د جنوبي کوریا یونهپ خبري اژانس راپور ورکوي چې د امریکا لوی درستیز د جنوبي کوریا د پوځ له لوی درستیز سره موافقه کړې چې د شمالي کوریا د دغه کار په ضد دې د پوځي اقداماتو په شمول سخت عکسالعمل ښکاره کړي.