امریکا او روسیه د سوریې د کړکیچ د ختمولو لپاره پر نویو لارو چارو غور کوي

جان کري وايي، امريکا او روسيه پر نويو لارو چارو غور کوي، څو په مرسته يې هغه ډيپلوماتيک کړکېچ پای ته ورسېږي چې د سوريې په حلب کې د جګړې درولو پر سر رامنځته شوى دى.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په راتلونکې اوونۍ کې به په جینوا کې هم سره غونډه ولري.

نوموړي همداراز د دواړو لوریو لخوا د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د سوريې شخړه پوځي حل لار نه لري او نړیوال باید د سوريي د روان کړکیچ د ختمولو ملاتړ وکړي.

دوه اوونۍ وړاندې د حلب ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شول، چې روسیه یې ملاتړې ده.