امریکا او طالبان پر یو بل نور بریدونه نه کوي

وسله وال طالبان وایي، له دې وروسته پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي او امریکايي ځواکونه به پر دوی حملې نه کوي؛ خو په نورو اړخونو چې افغان ځواکونه دي، د بریدونو نه کولو پرېکړه به وروسته کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، امریکا او دوی هوکړه کړې چې پر یو بل به بریدونه نه کوي.

د شاهین په خبره، په قطر کې د نن ورځې مذاکراتو پر مهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم موجود و.

دا مذاکرات تېره ورځ له دوه میاشتني ځنډ وروسته بېرته پيل شول چې نن هم روان وو.