راپورونه وایي دوحه کې امریکايي او طالب پلاوي یوې هوکړې ته سره نېږدي شوي دي.
د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي.
د طالبانو د دوحې د دفتر ویاند سهېل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي په ځایي وخت نن لس نیمې بجې به بیا امریکایي لوري سره خبرې پېل کړي او وروستي ټکي به ورسره نهایي کړي.