امریکا به د افغان ځواکونو ملتیا لپاره هوایي بریدونو ته دوام ورکړي

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د هوکړې له مخې، که طالبان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي نو امریکایي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې خپلو دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي.

ورته مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ولسمشر غني د امر سر سم یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې تهاجمي بریدون پیل کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، اوسمهال وسلوالو طالبانو په افغانستان  کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه زیات کړي دي او اړتیا لیدل کیږي، چې د ملتیا لپاره یې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېری پوځي عملیاتونه په خپلواک ډول تر سره کوي؛ خو په هوایي برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده.

نوموړی زیاتوي، تر دې وړاندې هم په هوایي برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره امریکایي ځواکونو ښه همکاري کړې ده او اوس یې بیا ژمنه کړې ده، چې په هوایي برخه کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره د وسله والو په ځپلو کې همکاري کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم د پوځي عملیاتونو په برخه کې د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغه کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان رسنیو ته ویلي، چې د امنیتي تړون له مخې امریکا باید له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم په بشپړه توګه سمبال او اکمال نه دي او اړتیا ده چې امریکا په هوایي عملیاتو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په کابل ښار او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې له وروستیو خونړیو بریدنو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د یرغلیز یا تهاجمي حالت خپلولو امر وکړ.

د ولسمشر غني دغه امر په ملي او نړیواله کچه بېلابېلو غبرګونونه راوپارل، ځينې په دې باور دي چې دا اقدام ممکن د افغانستان د سولې پروسه اغېزمنه او په دغه هېواد کې جګړه نوره هم توده کړي.