امریکا بي ۵۲ الوتکې د فارس په خلیج کې ځای پر ځای کوي

سینټکام یا د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې « بي ۵۲» بم غورځوونکې الوتکې به د فارس په خلیج کې ځای پر ځای کړي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال ګریګ ګیلوټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ماموریت یې د خپلو متحدینو او ګډو ځواکونو سره د همکارۍ د زیاتوالي لامل کیږي او امریکا د سیمې امنیت ته ژمنه ده.

یو شمېر سرچینې وایي، چې له شمالي ډاکوټا څخه دوه «بي ۵۲» بم غورځوونکې الوتکې په مستقیمه توګه د منځنۍ آسیا ختیځ ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا برحال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي بټیو د برید لپاره له لوړ پوړي امریکایي چارواکو سره مشورې وکړې.