د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت خبري کنفرانس ته ویلي چې د جماعت الدعوه مشر د ممبۍ بریدونو کې مجرم بلل شوی او پاکستان يې باید ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر د حافظ سعید د نیولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړې وه.