امریکا ته پر واردېدونکو توکو تعرفه نه لوړي

د چین او امریکا مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او تجارتي اړیکو پر بیا پیل هوکړه کړې ده.

د چین ولسمشر شي جين پینګ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي شل سرمشریزې په څنډه کې یو بل سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر درناوي او مساواتو ټینګار کړی دی.

ټرمپ ویلي چې له چین څخه به دغه هېواد ته پر وارېدېدونکو تولیداتو نوې ګمرکي تعرفې زیاتې نه کړي.

په ورته وخت کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي استازي به د مشخصو مسائلو په اړه پراخ بحثونه وکړي.