امریکا خپل وګړي ترکیې ته له سفرکولو منعه کړل

امریکا دبهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد وګړو ته خبر ورکړی، چې د ترکیې هیواد ته دې په خپل سفر کې له احتیاط نه کار واخلي.

د نوموړي وزارت دخبر له مخې، د ترکيې امنیتي وضعیت د پوره ډاډ وړ نه دی، نو له همدې امله امریکايي وګړې دې له اړتیا پرته د غه هیواد ته سفر نه کوي.

یاد وزارت په دې سپارښتنه کې امریکايي وګړو ته ویلي، ترڅو دوی د امریکا د مخالفینو له لوري په ترکیه کې د بریدنو ښکار نه شي،چې هلته دښمن په اسانۍ سره خپلو هدفونو ته ځان رسولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن هم د ترکيې د ازمير ولايت د بوجا په ولسوالۍ کې دوه جلا جلا چاودنې وشوې، چې يوه يې په يوه موټر کې ترسره شوې او بله په کثافت دانۍ کې شوې، ، په دواړو چاودنو کې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

په دې وروستیو کې ترکیه د داعش او کُردي وسله والو د بریدونو شاهده وه چې ډیر خلک پکې وژل شوي.

ویل کیږي، ډیری بریدونه په ګڼه ګوڼه او تفریحي ځایونو کې رامنځته شوي او وسله والو د نورو چاودنو او بریدونو ګواښ هم کړی دی.