د امریکا استخباراتو د القاعده شبکې او د دې شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن اړوند نور اسناد او مواد خپاره کړل.
د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا سي ای اې په یوه تازه اقدام سره د القاعده شبکې په اړه د خلکو د معلوماتو ډېرولو په هدف تېره ورځ د دغې شبکې په اړه نوي اسناد خپاره کړل.
په تازه اسنادو کې چې تیره ورځ خپاره شول، لیکونه، فلمونه، غږیز او ویډیویې فایلونه، د القاعده شبکې اړیکې او عادي کورني مکاتيب شامل دي.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې د دغو اسنادو بریښنایي لېنکونه هم پر خپله ویبپاڼه خپاره کړي دي څو مراجعین لاسرسی ورته ولري.
سي ای اې وايي، اسناد یې د بن لادن پر کور د یرغل پر مهال ترلاسه کړي.
دغه اسناد په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان په ایبټاباد سیمه کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکایي ځانګړو ځواکونو د برید پر مهال ترلاسه شوي دي چې ځینې برخې یې وړاندې خپري شوې وې.
د امریکا د استخباراتو مرکزې ادارې پر خپله ویبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغو اسنادو په خپرېدو سره د بنلادن اړوند یوازې هغه دوسیې محرمې پاتېږي چې د خپرېدو حق یې خوندي دی او یا د هغو اسنادو خپرېدل د امریکا ملي امنیت په مستقیم ډول ګواښي او یا هم تش او تکراري فایلونه دي.
تردې وړاندې د امریکا د استخباراتو د ملي ریاست دفتر تر ارزونې وروسته ځینې اسناد په نوبت سره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي او هم د روان میلادي کال په لومړیو کې خپاره کړل.