متحده ایالتونو پاکستان کې د هند پر ضد جنگېدونکې کشميري وسلهواله ډله د نړیوالو ترهگرو په نوملړ کې داخله کړه.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي: «حزب المجاهدين مو ځکه د نړيوالو ترهگرو په نوملړ کې شامله کړه، چې د امريکا ولس او نړيوالې ټولنې ته روښانه کړو، چې پر دغې ترهگرې ډلې هر ډول مالي بنديزونه ولگول شي او سربېره پر دې د امریکا امنيتي ادارې د دغې ډلې پر ضد د نورو دولتونو مرستې هم کولای شي.»
د امریکا د نوي اعلان له مخې به په متحده ایالتونو کې د حزب المجاهدین بانکي حسابونه کنگل کېږي او امریکا مېشتو خلکو ته ويل شوي، چې له دغې ډلې سره هر ډول اړيکې د امریکا د قانون له مخې جرم دی.
د روان کال په جون کې چې د هند لومړی وزير نریندرا مودي واشنگټن ته په رسمي سفر تللی و، امريکا د حزب المجاهدين ډلې مشر سيد صلاح الدین د نړيوالو ترهگرو په نوملړ کې داخل کړی و.
امریکا تر دې وړاندې کشمير کې د هند پر ضد جنگېدونکې وسلهوالې ډلې حرکت المجاهدين، لشکر طیبه او جیش محمد هم د نړيوالو ترهگرو ډلو په نوملړ کې داخلې کړي دي.
د سید صلاح الدين په مشرۍ حزب المجاهدين ډله له تېرو څو لسيزو راهيسې، کشمير کې د هندي پوځيانو پر ضد د جگړې ادعا کوي، په تېرو څو کلونو کې يې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د څو بريدونو پړه هم منلې ده.
د هند حکومت هم حزب المجاهدين او صلاح الدين ترهگر او په کشمير کې يې د ځينو بريدونو مسوولین بولي.
د هند حکومت تور پورې کوي، چې سید صلاح الدين په پاکستان کې اوسېږي او له هغه ځايه په کشمیر کې د وسلهوالو فعاليتونو مشري کوي. په ۲۰۱۱ کې هم هند پاکستان د پنځوسو مطلوبو کسانو نوملړ سپارلی و. په دغو کسانو کې د سيد صلاح الدين نوم هم و.