امریکا دې د افغان سولې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

له قطر څخه یو شمېرسرچینې وايي، طالب استازو له امریکایانو غوښتي چې د افغان سولې په اړه دې خپل دریځ روښانه کړي، څو طالب جنګیالي د راتلونکي لمریز کال د پوځي پروګرامونو په اړه خپلې پرېکړې وکړي او پر پلانونو یې کار وکړي.

د یو شمېر راپورونو له مخې، طالب استازو له امریکایي پلاوي غوښتي د افغان سولې په اړه دې خپل دریځ روښانه کړي، څو دوی په خپلو راتلونکو جنګي پلانونو کار وکړي. سرچینې زیاتوي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته ویلي دي، چې په دې اړه یې د جګړو له ښکېلو خواوو سره سلا مشورې روانې دي. د سرچینو د راپورونو له مخې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دوه تر درې ورځو وخت غوښتی، چې په دې موده کې به د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک په هکله واشنګټن کې له خپلو مشرانو هدایت ترلاسه کړي. بلخوا د حزب اسلامي مشر په دې باور دی چې په قطر کې طالبان او امریکایي استازي د سولې هوکړه لیک لاسلیکولو ته نژدې شوي دي. ګلبدین حکمتیار وایي، ښايي توافق نږدې وي، د امریکا ولسمشر چې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د پېښې په هکله یې څرګندونې درلودلې، وویل؛ وروستی امریکایی دې وي چې په افغانستان کې وژل کېږي، په وینا یې څرګندېږي امریکایان جدي دي چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. همدا راز د ناټو سرمنشي د افغان سولې په بهیر کې د امریکا متحده ایالتونو له هڅو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي. ینس سټولټنرګ په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي، طالبان باید ومني چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نه شي؛ په وینا یې دغه ډله دې تاوتریخوالی کم کړي او ودې ښيي چې په افغانستان کې یوې سوله ییزې راتلونکې ته ژمن دي.