امریکا دې په پاکستان د خپل ځان لوشل ودروي

د پنتاګون پخوانی جیګپوړی چارواکی وایي، متحده ایالات باید د پاکستان له خوا د دغه هېواد لوشل ودروي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون یو پخوانی پوځي چارواکی کرستوفر ډي کولېنډا وایي، متحده ایالات باید نور د دې فرصت مخه ونیسي چې پاکستان یې ولوشي، او په دغه هېواد باندې دې پوځي او مالي مرستې ودروي.

له اکنامیک ټایمز سره د خبرو کولو پر وخت د پنتاګون دغه پخواني نظامي چارواکي او د امریکا د امنیتي چارو د څېړنیز مرکز (CNAS) جیګپوړي غړي کرستوفر کولېنډا وویل، «په لومړي قدم کې، په کار دی چې د ټرمپ اداره له ناټو څخه د بهر متحد په توګه د پاکستان موقف وځنډوي او په دغه هېواد باندې پوځي او مالي مرستې بندې کړي.

هغه په د هېل (The Hill) کې په یوه خپره شوې لیکنه کې ویلي، «راځئ چې د پاکستان له خوا له متحده ایالاتو څخه بده استفاده ودروو. دا د متحده ایالاتو لپاره د دې وخت دی چې له پاکستان سره په ارتباطاتو کې خپل وقار بېرته پرځای کړي.

کولېنډا وویل، «متحده ایالات باید دې ته تیار وي چې که اړتیا پېښه شي نورې سزاوې هم په پام کې ونیسي،» هغه یادونه وکړه چې، پاکستان حتی په ۱۹۹۰مو کالونو کې په کشمیر او افغانستان کې د یاغیانو ملاتړ او د خپلو اتومي وسلو جوړولو ته دوام ورکړ.

تېره اونۍ هم د متحده ایالاتو یو شمېر موسسو او څېړونکیو په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته په یوه ګډ راپور کې سپارښتنه کړې وه چې په سیمه کې د ترهګرو له ملاتړ څخه د پاکستان مخه ونیسي او نور پرې نه ږدي چې په سیمه کې د امریکا او د امریکا د متحدانو ګټې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا د ملاتړ کېدونکیو ترهګرو ډلو له خوا له خطر سره مخامخ شي.

 

ویل کیږي چې پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په بېلابېلو نومونو د متحده ایالاتو له حکومت څخه خواوشا ۳۳ زره میلیونه ډالر وهلي، خو په امریکا باندې د څو عربانو او افغان طالبانو له خرڅولو څخه پرته یې په سیمه کې د ترهګرو او د متحده ایالاتو تر منځ دوه مخې لوبه کړې ده.