امریکا: د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره خورا مهم دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ترکیب کې یې افغانستان ته سفر کړی و، ویلي د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او امنیت شورا ددغه هېواد د ثبات په اړه د همکاریو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی. نوموړې ویلي امریکا له افغانانو سره له نږدې کار کوي او غواړي په واقعي توګه په افغانستان کې مثبت تغیرات وویني. د استازې په وینا امریکا غواړي په افغانستان کې رښتیني اصلاحات او پرمختګونه وویني څو په دې توګه د خپلو مرستو له اړخه ډاډمن شي. نیکي هیلي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي او له دغو ځواکونو یې پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.