امریکا : د افغانستان د ثبات لپاره ددوی ژمنې پر خپل ځای دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې په تېره یوه اونۍ کې سختې خونړۍ پېښې شوې دي خو بیا هم د افغانستان د ثبات لپاره د امریکا ژمنې پر خپل ځای او باثباته دي. د خبرپاڼې له مخې تېره اونۍ د افغانانو لپاره خونړۍ اونۍ وه او امریکا باور لري چې افغان امنیتي ځوواکونه به له ترهګرو ددغه کړنو غچ اخلي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې د ترهګرو ډلو دغه ډول بریدونو ددوی ډار ښيي او غواړي له دې لارې عام افغانان ووژني. خبرپاڼې، په کابل، غور، کندهار او ټولو افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي دي او وایي په دې سختو شرایطو کې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.