امریکا د ایران راکټي ازموینه له اټمي موافقې سرغړونه وبلله

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې ایران پرون هغه راکټ وتوغاوه چې د ځمکې کوز مدار ته د یوه سټلایټ د وړلو قابلیت لري.

د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ایران راکټي ازموینه هغه پاروونکی اقدام او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک او د ایران د اټمي موافقې له موادو څخه سرغړونه بللې.

خبر زیاتوي چې د سیمرغ په نوم راکټ د ځمکې د مدار ۵۰۰ کېلومتره واټن ته تر ۲۵۰ کېلوګرامه پورې د سټلایټ د وړلو قابلیت لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناویرت Heather Nauert پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا دې اقدام ته د بالستیک توغندیو د جوړولو د دوام په سترګه ګوري او باور لري چې دا ازموینه د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې له اصولو څخه سرغړونه ده.