امریکا د ایران په اړه د امنيت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې

متحده ایالتونو غوښتنه کړې، چې د ایران د روان وضعيت په اړه بايد د ملگرو ملتونو امنيت شورا او د بشري حقونو د ادارې بېړنۍ غونډه راوبلل شي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نيکي هيلي په ایران کې د روانو لاريونونو په اړه بايد امنيت شورا او د بشري حقونو اداره بېړنۍ غونډه راوبولي او په ایران کې د روان تاوتريخوالي او بشري حقونو د سپکاوي په اړه خبرې وکړي، خو ایران د امریکا دغه غوښتنه رد کړې او له فرانسې يې غوښتي، چې د امریکا د غوښتنې پر وړاندې اعتراض وکړي.

نيکي هيلي تېره شپه په نيويارک کې رسنيو ته وويل، په ایران کې د وروستيو لاریونونو پر مهال له شلو زيات کسان وژل شوي، سلگونه نور زندانيان شوي او نړيواله ټولنه بايد د دغو پېښو په اړه پټه خوله پاتې نه شي.

هيلي په ایران کې روان لاريونونه «بشپړ خپلواک او د خپلو حقونو» لپاره بللي او د ایران هغه تورونه يې هم ناسم بللي، چې د دغو لاريونونو تر شا يې «د دښمن لاس» ياد کړی و.

د ایران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه‌يي ويلي، چې د ایران دښمنان د دغو لاريونو تر شا ولاړ دي او خلک په هېواد کې بغاوت ته لمسوي.

سپينې ماڼۍ ويلي، چې په ایران کې د روانو لاريونونو هرکلی او ملاتړ کوي او له ایراني حکومته يې غوښتي، چې د بشري حقونو درناوی په نظر کې ونيسي او د لاريونوالو له ځورولو او وژلو لاس واخلي.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې پر ایران د بنديزونو لگولو سربېره نور غوراوي هم په نظر کې لري او وروستۍ پرېکړه به د کابينې په غونډه کې وکړي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سټيف گولډسټاين هم له ایرانه غوښتي، چې د لاریونوالو پر ضد له روان تاوتريخوالي لاس واخلي او همدارنگه په ټولنیزو شبکو لگېدلي بندیزونه پورته کړي.

ایران کې د روانو لاريونونو اوومه ورځ  ده او ولسمشر ټرمپ هم د دغو لاريونونو په اړه اووه ځله ټويټ کړی، دغه لاريونونه يې «د فساد او استبداد پر وړاندې مبارزه» بللې او د هغو د ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د ټرمپ او نورو امريکايي چارواکو څرگندونې غندلي، دا يې د ایران په چارو کې لاسوهنه بللې ده.