د امریکا د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران په دوو شبکو یې له دې امله بندیزونه ولګول چې دغې شبکو د ایران پوځ د ګټو لپاره کار کولو.
اعلامیه کې راغلي دغو شبکو کې یې یوې د ایراني تبع حامد دهقان تر مشرۍ لاندې وې او د امریکا او نورو نړیوالو بندیزونو نه د ځان پټول په خاطر یې د هانګ کانګ د یوې کمپنۍ سره کار کاوه.
اعلامیه وایي چې دوهمه شبکه یو بل ایراني تبع سید حسین شریعت چلوي، هغه ایراني پوځ ته د گټې رسولو په خاطر د اتومي وسلو جوړولو لپاره المونیم ترلاسه کول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران د فشار راوستلو په خاطر پر بندیزونه لګوي.