امریکا د تاوتریخوالي کمېدو په اړه له خپلو متحدینو سره مشورې کوي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د پنجشنبې په ورځ (سلواغې ۲۳مه) خبریالانو ته ویلي، چې دی د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو د وړاندیز په اړه له خپلو متحدینو سره سلامشورې کوي.

د امریکا دفاع وزیر د بیلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه هوکړې په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې اوس مهال د اعلانولو لپاره څه نلري. اسپر وویل: « له طالبانو سره د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي هوکړې په اړه خبرې روانې دي. افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او جګړو ختمولو یواځینۍ حل لاره سیاسي جوړ جاړی دی.

زه دلته راغلی یم او له خپلو محتدینو سره یې په اړه سلامشورې کوم. له دې څخه زیات د اعلانولو لپاره نلرم. زه په دې برخه کې د سلامشورو او زمونږ د دپلوماتیکو هڅو د مخه تاسو ته څه نشم ویلی». مارک اسپر وایي، د طالبانو د تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز یې پر میز ایښی دی او په بروکسل کې یې په دې اړه له محتدینو سره په اړه سلامشورې روانې دي. د امریکا د دفاع وزیر په بروکسل کې د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په دوه ورځیني کنفرانس کې، چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوی د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی. په دې کنفرانس کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او امنیت پر مسلو هم د کنفرانس ګډونوال خبرې کوي. د امریکا دفاع وزیر په خپل دغه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، اته زره او ۶۰۰ سوو ته د امریکايي سرتیرو د شمیر د کمیدو څخه دفاع کړې او ویلي یې دي، د امریکا د پوځ ارزونې ښيي، چې دا شمیر به په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره کومې ستونزې راولاړې نه کړي او په دې هېواد کې پر دغه شمېر خپل پوځي ماموریت بشپړولی شي. امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر د کمیدو اعلان څو میاشتې وړاندې کړی دی او ویلي دي، چې د سرتیرو شمیر کمیدل د طالبانو سره د دغه هیواد د ممکنه هوکړې پورې اړه نلري. د رپوټونو له مخې امریکا له طالبانو سره د سولې د هوکړې تر لاسلیک وړاندې یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمېدو په هکله د طالبانو وړاندیز ترلاسه کړی، خو تراوسه یې طالبانو ته په دې باب خپل دریځ لا هم څرګند کړی نه دی.