امریکا د سوریې په هوايي اډې برید کړی

امریکايي رسنیو نن سهارخبر ورکړ چې امریکا په شام ،سوریه کې د کیمیاوي وسلو برید په غبرګون، پر یوې هوايي اډې لسګونه کروز توغندي  توغولی دي.

د سې شنبې پر ورځ په شامي وړوکي ښار خان شیخون کې د الوتکو په بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل شوي ول.

دا د شام په شپږکلنۍ کورنۍ جګړه کې پر شامي حکومت د امریکا لومړی مستقیم برید او د ولسمشرۍ له دندې تر لاسه کولو وروسته د ډونلډ ټرمپ تر ټولو مهم پوځي امر بلل کېږي.

تر دې حملې لږ مخکې، روسیو ډېپلوماټانو امریکا ته د دې شکمن او خپه کوونکي اقدام په اړه خبرداری ورکړی وو.

ویلي یې ول چې امریکا به د ټولو منفي پایلو ذمه واره وي.

پر خان شیخون د برید په اړه فکر کېږي چې د کیمياوي ګیس حمله وه چې پکې له ۸۶ څخه زیات کسان ووژل شول.

تر دې حملې وروسته ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ وویل، د وژل شویو ماشومانو انځورونو ورباندې تاثیر کړی.

ټرمپ دا برید وېروونکی او د بشریت سپکاوی وباله او د غبرګون ورکولو ژمنه یې وکړه.

تېره شپه د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په فلورېډا کې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ هرکلي پر وخت خبریالانو ته وویل، په برید کې د کیمیاوي وسلو کارول جدي مسله ده چې جدي ځواب غواړي.

ده زیاته کړه چې په دې کې هېڅ شک نشته

چې دا برید شامي رژیم کړی دی.

شامی حکومت دا ردوي چې ګواکې په برید کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

امریکايي چارواکي وايي، د جمعې پر سهار وختي یې د روم په سمندرګي کې له خپلو جنګي بېړیو څخه له ۶۰ زیات ټوماهاک توغندي ویشتلي دي چې د شام غربي شاعرات هوايي اډه یې په نښه کړې.

دا چارواکي وايي، په برید کې د الوتکو لارې، الوتکې او د تېلو پمپونه په نښه شوي.

ټرمپ وايي، له همدې هوايي اډې څخه شامیو الوتکو د زهرجن ګیس برید کړی وو.