امریکا: د شمالي کوریا اټومي پروگرام ټولې نړۍ ته گواښ دی

د امريکا دفاع وزیر جیمس ميټس وايي، وايي شمالي کوریا هڅه کوي، داسې توغندي جوړ کړي، چې متحده ايالتونه او نور هېوادونه پرې په نښه کړي او امريکا د شمالي کوریا دا هڅې «څرگند او سمدستي گواښ» بولي.

جيمز ميټس دا څرگندونې نن په سینگاپور کې يوه امنيتي کنفرانس کې د گډون پر مهال وکړې او روانه اوونۍ يې د شمالي کوریا د بل پرمختللي توغندي ازموينه د سيمې او ټولې نړۍ لپاره گواښ وبلله.

ميټس دا هم وويل، د شمالي کوریا له لوري د توغندیو ازموینه کومه نوې خبره نه ده، خو په دې وروستیو کې يې گواښونه زیات شوي دي.

د امریکا دفاع وايي: «شمالي کوریا د ډيپلوماټانو د وژلو، د اختطاف، مرموزو وژنو او جرمي فعاليتونو ځانگړی تاريخ لري او اټومي پروگرام يې د امريکا په گډون د ټولې نړۍ لپاره گواښ دی، چې بايد نړيواله ټولنه له امريکا سره د دې گواښ په له منځ وړلو کې مرسته وکړي.»

د ملگرو ملتونو امنيت شورا هم تېره ورځ د چین او امريکا په غوښتنه پر شمالي کوریا د نوو بنديزونو لپاره رايه ورکړه، په داسې حال کې، چې روسيې ويلي پر شمالي کوریا د بنديزونو د پرېکړې پر مهال به ويټو رايه نه کاروي.

د شمالي کوریا پر ضد له رايې کارولو وروسته امنيت شورا کې د متحده ایالتونو استازې نيکې هيلي وويل، چې امنيت شورا شمالي کوریا ته څرگند پيغام لېږلی، چې «يا دې د بالسټيکي توغندیو له ازموینې لاس واخلي او يا دې هم د پايلو زغملو ته چمتو شي.»

د نیکي هيلي د توندو څرگندونو پر خلاف بيا ملگرو ملتونو کې د چين استازي لیو جي‌يي وويل، چې د امنيت شورا نوې پرېکړه د کوريا په ټاپو وزمه او شمال ختيځه اسیا کې د سولې او امنيت په موخه ده او غوښتنه يې وکړه، چې د شمالي کوريا ستونزه دې د سیاسي او ډيپلوماټيکو هڅو له لارې دې اواره کړای شي.

تېره ورځ د شمالي کوريا په اړه له رايې کارولو لږه شېبه وړاندې امنيت شورا د شمالي کوريا پر ۳۹ چارواکو او ۴۲ ډلو د بنديزو نوملړ خپور کړ.

په دغه نوملړ کې هغه حکومتي او پوځي چارواکي دي، چې د اټومي ازموينو په چارو کې هڅې کوي او ورسره د رسنيو ځينې غړي هم شامل دي.