په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده ایالتونو استازې نیکي هیلي خبرداری ورکړ که د شمالي کوریا د لانجې د هواري لپاره ډپلوماسي ناکامه شي دا موضوع به له پوځي لارې د امریکا دفاع وزارت ته راجع شي.
هغې له سي.ان.ان ټلویزیون سره د دې خبرې وضاحت داسې ورکړ چې که شمالي کوریا له خپلو غیر مسؤلانو کړنو لاس په سر نهشي او امریکا هم خپلې دفاع ته ودانګي نو شمالي کوریا به د هغې په خبره لهمنځه یوړلې شي.
نوموړې وايي:که شمالي کوریا همدا غیر مسؤلانه چلند ته دوام ورکړي او که امریکا متحده ایالتونه په هره لاره د خپل ځان او متحدینو دفاع کوي شمالي کوریا به لهمنځه لاړه شي.”
تمه ده د ملګرو ملتونو په ۷۲ عمومي اسامبلۍ کې چې د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې پيلېږي د شمالي کوریا لهخوا د اټمي راکټونو ازموینه او ورسره تړلې لانجې به د بحث وړ عمده موضوع وي.
اغلې هیلي وویل، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې اوس وخت هر څه چې ترسره کیدلای شوای، شوي دي او که ډپلوماسي ناکامه شي خبره به د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ته وسپارل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره دوشنبه په شمالي کوریا د تازه بندیزونو پرېکړهلیک تصویب کړ چې تر ډېره یې له شمالي کوریا سره په اقتصادي راکړو ورکړو او نورو معاملو تمرکز کړی دی.
دې شورا د شمالي کوریا تر شپږمې راکټي ازموینې یوه اوونۍ وروسته دا بندیزونه په شمالي کوریا ولګول.
خو شمالي کوریا غلې نهوه پاتې د دغو بندیزونو تر لګولو وروسته یې یو ځل بیا د جمعې په ورځ یو متوسط واټن ویشتونکی میزائیل وتوغاوه چې د جاپان له هوکاېډو ټاپو تېر او په پسفیک سمندر کې ولوېد.
د امریکا متحده ایالتونو سفیرې نیکي هیلې وویل، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې میاشتې خبرې خالي څرګندونې نهوې.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا به داسې قهر او غضب سره مخ شي چې ساری یې نهوي لیدل شوی.
شمالي کوریا د وروستۍ راکټي ازموینې په دوام خبرداری ورکړ چې جاپان به غرق کړي او امریکا به په ایرې بدله کړي.
د شمالي کوریا وروستۍ راکټي ازموینه تر پخوانیو هغو ډېره ګواښوونکې وبلل شوه او ان د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو د دغه راکټ وهلي واټن او ارتفاع ته په کتو د امریکا د ګوام ټاپو هم له خطر سره مخ وبلله.
د جنوبي کوریا دفاع وزارت ویلي چې دغه راکټ په ۷۷۰ کېلو متره اعظمي ارتفاع کې ۳۷۰۰ کېلومتره واټن وهلی او په پسفیک سمندر کې د جاپان له ساحلونو ۲۰۰۰ کېلومتره لېرې لوېدلی دی.