امریکا د پاکستان لخوا د استخباراتي همکاریو د ځنډ خبره رد کړې ده

امریکا د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي وو له امریکا سره یې خپلې نظامي او استخباراتي مرستې ځنډولې دي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت ویاند ریچارډ سنیلسر ویلي، دوی تر اوسه له پاکستاني دولت نه په دې اړه کوم خبر نه دی تر لاسه کړی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر خرم دستګیر خان له خولې ویلي و، چې یاد هېواد له امریکا سره خپلې نظامي او استخباراتي همکارۍ ځنډولې دي. پاکستان وروسته تر هغه له امریکا سره د همکاریو د ځنډ خبره کوي چې امریکا څو ورځې وړاندې پر دې هېواد خپلې نظامي مرستې بندې کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو، که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات ونه کړي، ډیر څه به له لاسه ورکړي.