دوشنبه , 29 اپریل 2024

امریکا د کشمیر په مسئله کې منځګړیتوب ته چمتو ده

د راپورونو په اساس د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، هند او پاکستان د کشمیر پر سر خپل کړکېچ پخپله هوارولی شي، خو که د ده منځګړیتوب ته اړتیا لري نو چمتو دی.

ټرمپ پر دې موضوع د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره خبرې کړې دي.

ټرمپ په دې لیدنه کې ویلي چې د منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو نرېندرا مودي یې په ځواب کې ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې نوې ډېلي له هندي کشمیر د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او په دې سیمه کې یې اضافي امنیتي تدابیر ونیول.