امریکا شمالي کوریا ته دجګړه ایز اقدام ګواښ کړی

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي که، شمالي کوریا د امریکا متحده ایالتونو ته نور گواښونه وکړي، نو دغه هېواد به تر «اور او غضب» لاندې ونيسي.

ټرمپ گواښ کړی، چې شمالي کوريا به داسې تر اور لاندې ونيسي، چې نړۍ به يې تر دې وړاندې ساری هم نه وي ليدلی.

ټرمپ په نيوجرسي ایالت کې رسنيو ته وويل: «که شمالي کوريا امریکا ته له گواښونو لاس وا نه خلي له داسې اور او غوسې سره به مخ شي، چې نړۍ يې تر دې مخکې ساری هم نه وي ليدلی.»

ډونلډ ټرمپ دا گواښونه وروسته تر هغه کړي، چې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې څو ورځې وړاندې د امریکايي استخباراتو له خولې يو راپور خپور کړی و، چې شمالي کوريا په خپلو نوو توغنديو کې کيميايي سرگولولې جوړې کړي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې شمالي کوريا د امریکا تر اټکل زياتې او قوي اټومي وسلې جوړې کړي دي.

شمالي کوريا هم گواښ کړی، داسې اټومي وسلې يې تيارې کړي، چې امریکا په نښه کولای شي.

د شمالي کوريا د اټومي توغنديو له امله د ملگرو ملتونو امنيت شورا پر دغه هېواد گڼ بنديزونه هم لگولي دي.

تېره اوونۍ امنيت شورا هم پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولگول، خو د پخوا په پرتله دا ځل چين هم پر شمالي کوریا د بنديزونو ملاتړ وکړ.

په تېرو وختونو کې چين پر شمالي کوریا د بنديزونو مخالفت کاو، خو دا ځل يې ويلي، چې د شمالي کوریا توغنديزې ازموينې ورته د منلو وړ نه دي.

چين په ورته وخت کې سويلي کوريا کې د امریکا د «تاډ» توغنديو له ځای پر ځای کېدو سره هم مخالفت ښوولی او غوښتنه يې کړې، چې امریکا بايد خپل توغندي په سويلي کوریا کې ځای پر ځای نه کړي.