امریکا غواړي چې له قطر خپله نظامي اډه ولېږدوي

 

امریکا له قطر د خپلې نظامي اډې د لېږد په هڅه کې ده. عرب ورځپاڼه لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي محمد فهمي له یوې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، امریکا هڅه کوي، پر دې مسله کار وکړي، چې څنګه له قطر خپله ۱۱ زره کسیزه اډه ولېږدوي. د فهمي په وینا همدا اوس امریکايي چارواکي او سیاسي څېرې پر دغه مسله کار کوي او ښايي د العدید پوځي اډې لېږد په څو مرحلو کې تر سره شي. فهمي زیاته کړې، چې د ټرمپ ادارې ته نږدې کسانو هم دغه خبره تایید کړې ده.