چهارشنبه , 15 مې 2024

امریکا: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستلو خبرې د وخت نه مخکې دي

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبرې د خت نه مخکې دي.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو ویلي دي امریکا سره د په دې تړاو موافقې ته رسېدونکي دي.

ډنفورډ ویلي له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پریکړه به د ددغه هېواد امنیتي وضعې ته په کتلو سره کېږي.

له دې دې وړاندې د اګسټ په ۲۶مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو طالبانو سره د سولې په اړه ویلي وه چې امریکا غواړي ژر تر ژره او زیاتره سرتیري بېرته له افغانستانه وباسي.

نوموړي دا هم ویلي وه، چې امریکا په افغانستان کې دایمي حضور نه غواړي.