امریکا له افغان مذاکراتي پلاوي د نړیوالې ټولنې د ملاتړ هرکلی کړی

د امریکا متحده ایالاتو له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت له ټاکل شوي مرکچي پلاوي د نړیوالې ټولنې د ملاتړ هرکلی کړی.

که څه هم امریکایي چارواکو تر دې مخکې څوځله  له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره له ټاکل شوي پلاوي خپل ملاتړ کړی او هغه یې ټول شموله بللی خو تازه یک شنبه ناوخته د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات سرپرست مرستیالې الی ویلز په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دوی د افغان دولت له لورې له ټاکل شوي مرکچي پلاوي څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ستاینه کوي

د ویلز په وینا، ناټو، اروپايي ټولنه، د اسلامي همکاریو سازمان، جرمني، هند، ازبکستان، پاکستان او نورو ټول له دې مهم اقدامه ملاتړ کوي.

د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته له وسله والو طالبانو سره د خپلمنځې خبرو لپاره د یو ټول شموله پلاوي اعلان د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سلا یوازینۍ بیلګه ښودل شوې ده .

دا په دا سې حال کې ده چې افغان حکومت د روانې حمل میاشتې په ۹ مه نېټه له وسله والو طالبانو سره د سولې په تړاو د خپلمنځې خبرو لپاره د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ د ۲۱  کسیز پلاوي نوملړ اعلان کړ.