امریکا له عربي هېوادونو وغوښتل چې له قطر سره اختلافونه حل کړي

 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر له سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو وغوښتل چې له قطر سره خپل اختلافات حل کړي.

د سپينې ماڼۍ په وینا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې هېوادونو دا هم غوښتې دي چې د ایران پرضد یوه جبهه جوړه کړي.

ټرمپ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د متحد عربي اماراتو له ولیعهد محمد بن زید ال-نهیان او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره جلا جلا خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ دغو چارواکو ته ویلي دي چې د واشنګتن د عربي متحدانو ترمنځ وحدت د سیمې د ثبات او د ایران د ګواښ پرضد د مبارزې لپاره مهم دی.

سعودي عربستان، متحد عربي اماراتو، بحرین او مصر د جون له میاشتې راپه دې خوا له قطر سره اړیکي قطع دي.