امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې هوکړې ته ژمنه ده

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کېنېت مکینزي ویلي؛ امریکا چمتو نه ده، چې د سولې له هوکړي ووځي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان غړو ته ویلي، وسله والو طالبانو سره دوی د سولې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او له دغه تړون څخه نه ووځي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې وسله والو طالبانو د خپلو ژمنو یواځې یوه برخه عملي کړې ده.

د نوموړي په خبره طالبان یواځې په امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي؛ خو په لرو پرتو سیموکې د افغان ځواکونو پر پوستو لاهم بریدونه کوي.

مکینزي د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د ودرېدو په اړه څرګندونوکې په ډاګه کړې، چې د ځواکونو وتل یو سیاسي تصمیم ته اړتیا لري.

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یاد قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د کب یا حوت په لسمه نېټه د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه او مادو کې یې ویل شوي وو، چې امریکایي ځواکونه به په څلور نیمو میاشتو کې له افغانستان څخه وځي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د مارچ په ۹ مه نېټه افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګېټ ویلي وو، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل پیل شول.

اوس جنرال مکینزي زیاته کړې ده، چې فکر نه کوي له وسله والو طالبانو سره هوکړه تر ډېرې مودې ثابته پاتې شي؛ ځکه چې وسله والو طالبانو تر اوسه د هوکړې مادې په درست ډول نه دي عملي کړي او لا هم د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه کوي.