چهارشنبه , 15 مې 2024

امریکا له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د عادلانه قضاوت هیله کړې

د دغه هېواد د باندنیو چارو وزارت له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غوښتي چې د شکایتونو په اړه مسلکياو رڼه توګه قضاوت وکړي.

د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز ویلي، له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هیله لري، چې ټول شکایتونه په سمه او مسلکي توګه وڅیړي او په پاکه توګه قضاوت وکړي.

ویلز په یوه ټویټ کې لیکلي، چې امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کوي او د ټاکنو له کمېسیون هم مننه کوي چې له ننګوونکو شرایطو سره ـ سره یې خپل مسوولیت ادا کړ.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت دا خبرې داسې مهال کوي، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته ادعا وکړه، چې د پاکو رایو په اساس د دوی ټاکنیز ټیم کټونکی دی.

اخوا د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارۍ له نورو کمیشنرانو سره په ګډه په یوه خبري غونډه کې پرون یکشنبه ټینګار وکړ، چې دوی به ټول شکایتونه په شفافه او قانوني توګه وڅیړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون به د چهارشنبې تر پایه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان اړوند شکایتونه ثبت او څېړنه به یې کوي.