امریکا له پاکستانه غوښتنه کړې چې ترهګرو سره په مبارزه کې خپل صداقت وښيي

په اسلام اباد کې  د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپآڼه کې دغه هیواد ته د ایلیز ویلز په مشرۍ د لوړبوړي امریکايي چارواکي د سفر تر بشپړېدو وروسته ویلي چې پاکستان ورته یو ځل بیا ژمنه ور کړې څو ترهګرۍ سره په مبارزه کې ریښتینې همکاري وکړي.

په بهرنیو چارو کې د جنوبي آسیا لپاره  د امریکا د ولسمشر سلاکاره ایلیز ویلز اسلام اباد ته د خپل اووه ورځیني اوږد سفر کې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره کتلي.

په دغه کتنه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ژمنه کړې چې د افغان سولې په اړه به هر ډول مرسته کوی،خو له نورو هیوادونو یې هم د ورته غوښتنه کړې.

شنونکي د افغان سولې په اړه کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ،اسلام اباد ته د امریکايي چارواکو سفر په پاکستان د امریکا فشارونو نتیجه ګڼي.

د پاکستاني چارو کار پوه او د امریکا غږ خبریال پیر زبیر شاه وايي پاکستان تر اوسه د ترهګرو د له منځه وړلو په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی خو امریکا به خپلو فشارونو ته دوام ور کوي څو دغه هیواد تروریزم سره جګړه کې خپل صداقت پوره کړي.

امریکا او پاکستان د افغان سولې او تروریزم په اړه په داسې حال کې سره غږیدلي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د دغه هیواد لومړی وزیر کابل ته راشي.

جمشید ملکزی