هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د کانګرېس یوه کمیټه په دې کار کوي چې څنګه له پاکستان سره د پوځي او ملکي مرستې شرایط سخت شي.
په دغه مطلب کې ویل شوي چې د څو مهمو غړو دغه ډله پر هغه طرحه کار کوي چې له پاکستان سره کیدونکي مرستې څنګه له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان تر هڅو پورې مشروطې شي.
ورځپاڼه زیاتوي پر ۲۰۱۸ کال امریکا په بهر کې د عملیاتو لپاره نږدې ۴۷ نیمې ملیارده ډالره ځانګړي کړي چې له دې جملې دوولس ملیارده یې د عراق، افغانستان او پاکستان په څیر د شخړو په سیمو کې د مرستو لپاره ځانګړي شوي دي.
په طرحه کې له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې دا یقیني کړي چې پاکستان له امریکا سره د حقاني ډلې، د طالبانو د کوټې شورا ،لشکر طیبه، جیش محمد، القاعده او نورو ترهګرو ډ په وړاندې جګړه کې همکاري کوي.
دغه راز غوښتنه شوې چې دا باید یقیني شي چې پاکستان نور د دغو ډلوملاتړ نه کوي، په پاکستان کې ځای نه ورکول کیږي او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له بریدونو منع کړي.
دغه راز ټینګار شوی چې د پاکستان پوځ او استخبارات باید په قضايي او سیاسي چارو کې د قانون خلاف لاس وهنه ونه کړي.