چهارشنبه , 15 مې 2024

امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې تل پاتې حضور ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې  له ولسمشر ټرمپ او همکارنو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې امریکا یې ځواکونه له افغانستان څخه وباسئ.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې د وروستۍ خبرو په اړه ویلي ، چې امریکاغواړي له افغانستان څخه ژر ترژره زیات شمېر عسکر امریکا ته  را وغواړي

پمپېو د انډیانا په ایالت کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان په اړه وویل چې دغه جگړه د اتلس کلونه پورې وغځیده او هغه ماشومان چې د جنگ د پیل پر وخت زیږیدلي و، اوس د پوهنتون عمر ته رسیدلې دي.

هغه ویلي

“ریښتیا دا دي چې امریکا چیرته هم په افغانستان کې دایمي حضور ندی غوښتی او ټولې خواوې په دی پوه دي چې اوس پر مختگ وخت را رسیدلی دی.”

پمپیو د خبرو په دوام کې وویل، چې ټرمپ او همکارنو ته يې لارښونه او وړاندېز دا دی چې خپل ګڼ شمېر عسکر دې د امکان تر حده بېرته امریکه ته روغواړي.

د یادونې وړ دی چې مایک پمپيو یادې څرګندوې په داسې حال کړې، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وروستۍ شوې دي.