امریکا: واشنګټن د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ سولې ته ژمن دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکي هېلي وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې پروسې ته ژمن دی.

نېکي دا څرګندونې وروسته له هغې د امنیت د نړیوالې شورا غونډې ته وکړې چې د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په اړه د امریکا د ولسمشر پر پرېکړه پراخ انتقادونه شوي دي.

په همدې حال کې پرون په غزه، لوېدیځه غاړه، او ختیځ بیت المقدس کې زرګونو فلسطینیانو د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پر ضد له غصې ډک لاریونونه وکړل.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري ټینګار وکړ چې واشنګټن هم له اسرائیل او هم له فسلطینیانو سره ولاړ دی.

یو شمېر اسلامي او عربي هېوادونو او د امریکا اروپايي متحدانو د ډونالد ټرمپ لخوا د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت المقدس د اعلانولو پر وړاندې عکس العمل ښودلی دی.