د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د سعودي عربستان د تېلو پر مرکزونو بریدونه ایران کړي او یمن پکې هیڅ لاس نه لري.
د پامپیو په وینا ایران له سلو نه په زیاتو دغسې بریدونو کې لاس لري او نړۍ باید دغه بریدونه وغندي.
بل لورته د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، چې هېواد یې په دغه بریدونو کې هېڅ لاس نه لري.
په دې وروستیو کې د امریکا او ایران اړیکې له دې امله ترینګلي شوي، چې امریکا له ایران سره د شوي اټومي تړونه ووته او پر ایران یې بندیزونه ولګول.