د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر ناوریت وايي د فایننشل ټاسک فورس په تور لیست کې د پاکستان شاملول د دې ښکارندوی کوي چې دغه هیواد ترهګرو ته مالي مرستو د بندولو کوم پلان نه لري.
نوموړې وویل له دوی سره نور هېوادونه هم په همدې فکر دي چې پاکستان ترهګرو سره مالي مرستې کوي.
ناورت د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پآکستان د هغو هیوادونو ته ډېر نیږدې شوی چې ښايي ترهګرو سره د مالي مرستې لپاره په تور لیست کې شامل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګواکې د فایننشل ټاسک فورس ادارې په تور لیست کې د پاکستان شاملولو په اړه د نړۍ یو شمېر هیوادونه موافق نه دي.
ده په ټینګار سره وویل چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د پنجشنبې په ورځ کیږي.
( زه نه غواړم چې په دې اړه ډېر څه ووایم خو په روانه اونۍ کې به د فایننشل ټاسک فورس پرېکړه مخې ته راشي چې دا ښئ پاکستان په هغه څه کې پاتې راغلی چې ترهګرو ته د مالي مرستو بندولو کې کومه هڅه کړې وي.)
نارت زیاته کړه چې پاکستان تر اوسه د حافظ سعید د نیولو په اړه هم دوی ته ډاډ نه دی ور کړی چې د ممبۍ بریدونو په تنظیمولو کې لسګونه کسان ووژل شول چې امریکایان هم پکې وو.
جمشید ملکزی