د امریکا استخباراتي اداره وایي، چې د سعودي د تېلو په ارامکو چاڼځای برید کې ښایي ایران لاس ولري.
امریکایي ورځپاڼې واشنګټن ټایمز په یوه مقاله کې د سعودي عربستان د تېلو پرچاڼځای د برید د څېړنو پایلې خپرې کړي دي. د سرچینې په وېنا په دې اړه څېړنه د امریکا استخباراتو کړې ده او دایې موندلې، چې د سعودي پر تېلو چاڼځای برید کې ایرانۍ الوتکو ته ورته ډرون کارول شوې ده.
د امریکا پلټونکې ډلګۍ وایي دا په دې مانا ده، چې پر تیلي چاڼځایونو برید کې ایران لاس لري.
بل پلو د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک هم ویلي، چې په دې بریدکې د ایران لاس لرل نه ردوي.
څو میاشتې وړاندې د سعودي عربستان د تېلو په سترو چاڼځایونو بریدونه وشول، چې مسئولیت یې په یمن کې حوثي یاغیانو واخېست.