چهارشنبه , 15 مې 2024
WASHINGTON, DC - JANUARY 23: Director of the Central Intelligence Agency (CIA) Mike Pompeo speaks at the American Enterprise Institute, January 23, 2018 in Washington, DC. Pompeo stated that the CIA believes that Kim Jong Un is a 'rational actor' but they have concerns about the information Kim may be receiving from those around him. (Photo by Drew Angerer/Getty Images)

امریکا وایي د سولې په برخه کې پرمختګ شوی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغان سولې په پروسه کې د زیات پرمختګ یادونه کړې ده.

نوموړي ویلي، تر بل هر وخت اوس د افغان سولې په برخه کې د پخوا په پرتله هیلې ډېري شوي دي.

طالبانو هم وروستیو خبرو ته هیله ښودلي او ویلي دې چې ممکن داځل یوې هوکړې ته ورسي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیو په اقتصادي کلب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې ریښتینی پرمختګ شوی.

ده وویل رښتینی پرمختګ شوی، زه نه غواړم چې یو مهالوېش وټاکم، خو زه هیله مند یم، موږ یوازې له طالبانو سره نه غږېږو، بلکې په حقیقت کې له ټولو افغانانو سره خبرې کوو، خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو سره لیدلي، وروستی وار چې زه خپله هلته وم، له بېلابېلو موسسو، د ښځو له ډلو او د افغانستان د ټولو پاړکیو له خلکو سره مې خبرې وکړې، موږ غواړو چې هغوی هېواد خپل کړي، موږ غواړو د کال لسګونه میلیونه ډالره مصارف او د امریکا لپاره ستاسو د جنګیالیو زامنو او لمسیانو ژوند ته متوجې لوی خطر کم کړو، موږ فکر کوو چې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره یوه لاره شته.

امریکا د افغان سولې لپاره له تېر کاله زلمی خلیلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی او هغه هم همدا اوس په دې لړ کې په خپل اتم سفر بوخت دی.

خلیلزاد له یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې او وروستی وار یې دوشنبه ماښام په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي.

د ارګ د بیان له مخې، دواړو لوریو د سولې د وروستیو پرمختګونو، روانو هڅو او د سولې د خبرو لپاره د حکومت په چمتووالي بحث وکړ.

خلیلزاد د افغان سولې د راتلونکي مراحلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

په دې سفر کې خلیلزاد مخکې څو واره له طالبانو سره د سولې د خبرو په خاطر د یوه افغان مذاکره کوونکي ټيم په جوړولو ټینګار کړی دی.

امریکا وايي، له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو پیل، دایمي اوربند او د سولې تړون هم مهم دي او تر هغو چې په دې ټولو مواردو موافقه نه وي شوي، په هېڅ شي موافقه نه کېږي.