امریکا وایي طالبانو سره تر موافقې وروسته به هم افغان ځواکونو سره ملاتړي وي

رویټرز خبري اژانس د یو طالب قوماندان له خولې لیکلي چې له تړون وروسته به امریکایي ځواکونه د افغان حکومت سره مرسته دروي او په داسې حال کې به افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې توان هم ونه لري.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا خبرې تشې ادعاوې بللي دي.

نوموړي په خپل ټویټر لیکلي چې هېڅوک هم باید په داسې تبلیغاتو دوکه نه شي.

ورته مهال د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم ویلي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د متحدو ایالتونو مرستې دوامدارې او پایدارې دي.