امریکا وایې، پاکستان ترهګرې ډلې د خپل ثبات لپاره کارولې دي

پاکستان له ډېر وخت راهیسې له طالبانو او حقاني شبکې سره اړیکه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له وسله والو طالبانو او حقاني شبکې سره اړیکه لري او له دغو ډلو یې د خپل ثبات لپاره کار اخیستی دی. ټېلسرن ویلي، مخکې به پاکستان د خپل ثبات لپاره له ترهګرو ډلو کار اخیستی وي، خو تر دې وروسته دا کار امکان نه لري. هغه سناتورانو ته ویلي پاکستان اوس د ټولو ترهګرو په اړه اطلاعات په واک کې لري او امریکا یو فرصت ورکوي، چې دغه ډلې وځپي. د ټېلرسن په خبره، پاکستان ته یې د ځينو ترهګرو ډلو په اړه معلومات سپارلي دي او پاکستان یې باید پر وړاندې اقدام وکړي او ددغو ډلو له پاللو لاس واخلي. د امریکا دغه لوړ پوړي دیپلومات ټینګار کړی، چې دا د پاکستان لپاره غوره فرصت دی او باید ګټه ترې پورته کړي.