امریکا وایې ، که پاکستان دترهګرو ځالې ختمې نه کړي خپله اقدام کوو

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له پاکستاني مشرانو سره په کتنه کې يې هغوی ته وویل که تاسو د تروریستي ډلو پر ضد اقدام نه کوی نو موږ «امریکا» به په بله طریقه د همدې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپل تکتیک او ستراتیژي منظمه کړو.

ریکس ټیلرسن پرون «۱۳۹۶کال لړم ۰۵»په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:پاکستاني مشرانو ته مې په ډاګه کړه چې دا هغه څه دي چې موږ یې له تاسو غواړو چې ترسره يې کړی، موږ له تاسو نور څه نه غواړو خو پر تاسو غږ کوو چې دا کار وکړی، تاسې خپلواکه هېواد یاست په خپله پرېکړه وکړی چې څه کوی، خو موږ وایو تاسو باید پوه شی چې موږ چې څه غواړو ترسره کول يې اړین دي.”

نوموړي ویلي له پاکستاني مشرانو د ده غوښتنې هغوی ته کوم لکچر نه وو بلکې دا واضحه او ګټورې خبرې وې او د هغه په خبره موږ باید د خپلو توقعاتو او غوښتنو په اړه واضحه و اوسو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل له پاکستان سره به د امریکا راتلونکي روابط پر دې اساس نه وي چې ووایو اسلام اباد دا کار وکړ بلکې پر دې اساس به وي چې په ریښتیا يې عمل وکړ او کنه.

نوموړي ویلي پاکستاني سیاسونو او پوځي چارواکو ته يې ویلي چې امریکا غواړي له پاکستان سره په مثبته توګه کار وکړي او دا به په اوږود مهاله کې د اسلام اباد په ګټه وي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت له پرېس ټرسټ اف انډیا ورځپاڼې سره په مرکه کې د جمعې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د ریکس ټیلرسن د خبرو جزئیات په ډاکه کړي دي.

د ناوئرت په وینا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له اسلام اباد څخه يې په خپله وروستۍ کتنه کې پاکستاني چارواکو ته وویل چې که پر خپله خاوره د تروریستانو د فعالیت او د هغوی د خوندي پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره پریکنده عمل ونه کړي نو امریکا به په خپله اقدام وکړي.

نوموړې وویل ریکس ټیلرسن د پاکستان مشرانو ته په کلکه وویل چې باید پر خپله خاوره تروریستان او د هغوی خوندي پناه ځایونه له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي موږ په وار وار پاکستان ته وویل چې باید پر خپله خاوره د تروریستي ډلو پر ضد

اقدام  وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف د دې څرګندونو په اړه چې ویلي دي، امریکا پاکستان ته د وسله والو د غړو او مشرانو کوم ځانګړی لېست نه دی سپارلی او نه به پاکستان د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي هدر ناوئرت پرېس ټرسټ اف انډیا ته ویلي، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د پاکستان مشرتابه ته خپل توقعات او غوښتنې وړاندې کړي دي.