امریکا: پاکستان تل ترهگري د بهرنۍ تگلارې په توگه کارولې

د امریکا د ملي امنيت سلاکار ار ايچ مک ماسټر ويلي، چې پاکستان تل خپله بهرنۍ تگلاره د ترهگرۍ په ملاتړ او صادرولو پر مخ بوولي او تر دې وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ د گټو تضاد د زغملو وړ نه دی.

مک ماسټر له امريکايي راډيو سره په مرکې ويلي، چې «پاکستان تل د ترهگرو ملاتړ کړی، پر خپله خاوره يې د ترهگرو پر ضد يو اړخيز عمليات نه دي کړي، بلکې ترهگرۍ يې تل د خپلې بهرنۍ سټراټيژي په توگه کارولې ده.»

تر مک ماسټر وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پاکستان د امریکا د ۳۳ ميلياردو ډالرو مرستو په مقابل کې «په چل او درواغو» تورن کړی و.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار ويلي، چې د پاکستان په اړه د ټرمپ ټويت د هغه د نهيلي نښه ده، له دې ښکاري، چې امریکا نور د پاکستان له کړنو نهيلي شوې او د ترهگرۍ د ملاتړ په اړه د پاکستان کړنې ورته نورې د زغملو وړ نه دي.

مک ماسټر ويلي، چې د امریکايي چارواکو وروستۍ څرگندونې يوازې رسنيز گواښونه نه دي، بلکې امریکا اوس دې پایلې ته رسېدلې، چې د واشنگټن او اسلام اباد اړيکې نور په دې توگه پر مخ نه شي تلی او پاکستان بايد روښانه کړي، چې د ترهگرۍ پر ضد جگړې کې په رښتينې توگه د امریکا مرسته کوي.

مک ماسټر د ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ تگلارې دفاع کړې، هغه يې د ځمکنيو حقايقو له مخې جوړې شوې بللې او ټينگار يې کړی، چې نړۍ بايد د ترهگرۍ ضد جگړې په اړه د امریکا د نظر درناوی وکړي.