امریکا پاکستان ته د سراج الدین حقاني په ګډون د ۷۵ کسانو نوملړ سپارلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستاني سیال ته د ۷۵ کسانو نوملړ سپارلی، چې د طالبانو مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم په کې شته.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په ډاګه کړې، چې په دې نوملړ کې د طالبانو د اکثره مشرانو نومونه  شته  او داسې ښکاري، چې پاکستان په جدي ډول دغه نوملړ نه دی منلی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له شک پرته د افغانستان د وسلوالو دښمنانو ځالې په پاکستان کې دي.

هغه زیاته کړې؛ د افغان حکومت دریځ په دې اړه پوره روښانه دی او تل یې ویلي، چې دا ډلې دې وځپل شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ هغه نوملړ، چې امریکا پاکستان ته ورکړی؛ ټول یې د وسلوالو مخالفینو قومندانان دي، چې د پاکستان په خاوره کې اوسیږي. د پاکستان حکومت باید دا ډلې وځپي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وه، چې پر طالبانو لکه د تېر په څېر نفوذ نه لري؛ ځکه، چې اوس نور هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وایي؛ دا لومړی ځل دی، چې امریکا پاکستان ته دغه راز نوملړ ښکاره کوي او دا داسې معنا لري، چې پاکستان په رسمي بڼه د افغان حکومت د وسلوالو دښمنانو پر ملاتړ او ساتنه تورن شوی دی.

مخکې له دې افغانستان هم پاکستان ته د ترهګرو د مشرانو او ډلو نومونه او آدرسونه دغه حکومت ته سپارلي وه، چې پر ضد یې ګام واخلي. په نوملړ کې ۲۳ ترهګریز مرکزونه او د ترهګرو پېنځه اتیا مشران شامل ول؛ خو پاکستان پرې عمل نه دی کړی.